www.brainypixels.co.uk



که روميان نه وای کچالو به هم نه و

که روميان  نه وای کچالو   به هم  نه و

شاوخوا نهه میلیونه کاله مخکې په هغه سیمه  کې، چې وروسته د سوېلي امریکا په نوم ونومول شوه، د اند غرونه لا هم په وده کې وو، نباتات وحشي وو او انسانان  پکې نه وو، هلته دوو نباتاتو څنګ په څنګ ژوند کاوه.

د لندن د طبیعي تاریخ  موزیم کې د نباتاتو  په برخه کې پوهه ډاکټره ساندرا کناپ وايي: "د نباتاتو دوه ټولګې وې"

هغه زیاتوي: "دوی د هغو نباتاتو پلرونه وو، چې موږ یې نن ورځ د روميانو (سولانوم لایکوپرسیکم) په نوم پېژنو او د سولانوم ایټیوبروسوم په نوم د نباتاتو له یوې ډلې وو، چې درې اوسني ډولونه یې په چیلي او خوان فرنانډیز ټاپوګانو کې موندل کېږي."

Youtube:aWj_9FQWjQE

د دوی له نومونو هم ښکاري چې دوی خپلوان وو او د یو بل له نسله اخیستل شوي دي.

ډاکټره کناپ وايي: "دا د جینونو بدلون وو، چې په بشپړه توګه نوی ډول یې رامنځته  کړ. او دې بدلون د انډیز په سړو او وچو استوګنځایونو کې وده شونې کړه."

متخصصین دې ته متقابل هایبرډیزیشن وايي، او دا ډېر وختونه پېښېږي. ځینې وختونه ښیې چې پایلې نه لري.

د بېلګې په توګه، قچر د ښځینه اس او نارینه خره ترمنځ له جنسي اړیکې زېږیدلی دی.

که څه هم دا یو بریالی هایبرډ یا د دوو بېلو څېزونو ګډوله ده، چې له لرغونو وختونو راهیسې  ارزښت لري خو د تکثیر یا تولید مثل وړتیا نه لري.

ډاکټره کناپ وايي، د نباتاتو په پادشاهۍ کې هم د ډولونو ترمنځ ټکرونه ډېر ځله پېښېږي. دا هغه څه دي، چې موږ یې ډېروخت د خپل باغ له بوټو ترلاسه کوو.

دا په طبیعي ډول یا د انسان  د مداخلې(اختراع) له لارې پېښېدلی شي، او داسې نباتات رامنځته کوي، چې د دواړو د مور او پلار ترکیب په کې وي.

هغه وايي: "ځینې وختونه دوی شنډ وي. دوی وده نه کوي یا نور زېږون نه کوي."

خو کله چې د ترکیب لپاره  اړین شرایط برابر وي، د یو ځای کېدو پایلې یې کېدلی شي له تمو زیاتې لوړې وي.

دلته هم دا خبره وشوه. میلیونونه کلونه مخکې د سولاناسي کورنۍ دوه ډوله په ناپامي ډول سره یو ځای شول، چې په پایله کې کچالو وزېږید.

ډاکټره کناپ وايي: "دا په زړه  پورې ده. یو څه، چې زموږ ورځني ژوند لپاره مهم دی، کچالو دومره لرغونی او غیر معمولي اصل لري."

Youtube:ead7Z63xlKg

د چین د کرنې علومو اکاډومۍ پروفیسور سانوین هوانګ، چې د جولای په میاشت کې یې د سیل په ژورنال کې خپره شوې نړیواله څېړنه رهبري کړه. اعلان وکړ: "رومانټان مور ده او ایټوبیروسم پلار دی"

د اوږدې مودې راز موندل

د پیل ټکی هغه څه و، چې دمخه پېژندل شوي وو.

که څه هم کله، چې په بازار کې لیدل کېږي، کچالو سخت دی او نشایسته لري، چې د روميانو په څېر نه ښکاري. رومیان سره او جوس لري یعنی اوبلن دي. ډاکټره کناپ، چې په څېړنه کې هم ښکېل وه وايي:"دوی ډېر ورته دي."

د ساینسپوهانو په وینا، پاڼې او ګلونه ډېر ورته دي او د کچالو د بوټي میوه ان د کوچنيو شنو روميانو په څېر ښکاري.

هغه وايي: "له دې ور هاخوا، چې موږ یې ګورو، موږ له ډېرې مودې راهیسې پوهېږو، چې کچالو، روميان او ایټیوبروسم نږدې اړیکې لري." دا زیاتوي:

"هغه څه، چې موږ نه پوهېدو دا وو، چې کوم یو یې کچالو ته نږدې دی. ځکه، چې بېلابېل جینونه موږ ته بېلې بېلې کیسې کوي."

ساینسپوهانو لسیزې تېرې کړې چې د دې مشهورې غدې د اصلیت معما افشا کړي، خو دوی له یوې ستونزې سره مخامخ شوي دي هغه دا چې د کچالو جینیونه معمول نه دي.